به ویبسایت افغان تیزیس خوش آمدید/ د افغان تیزیس ویبسایټ ته ښه لاغلاست

ديپلوماتیکي مصوونیتونه

سال

: 2020.09.20

ګروه ها

: حقوق و علوم سیاسی

قیمت

: 1500

تعداد صفات

: 76

کد فایل

: 98

مقطع

: لیسانس

سریزه : الحمد لله والصلاة والسلام على عباده الذين اصطفٰى

اما بعد : فقد قال الله تعالى فى محکم کتابه ، لا َ يَنْهَکُمُ اللهُ عَنِ الذِيْنَ لَمْ يُقَاتِلُوْکُمْ فِى الديْنِ وَلَمْ يُخْرِجُوْکُمْ مِنْ دِيَا رِکُمْ اَنْ تَبَرُوْهُمْ وَتُقْسِطُوْ اِلَيْهِمْ ط اِنَ اللهَ يُحِبُ الْمُقْسِطِيْنَ .فقد قال رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ، لولا ان الرسول لا تقتل لضربت اعناقکما   په حقيقت کې ديپلوماتيک حقوق دبين المللي حقوقو يوه نوې او ځوانه څانګه ده چې دبين المللي حقوقو او ديپلوماتيکو اړيکو دتاريخي څرګندونو څخه داسې معلوميږي چې انسانانو دپخوا راهيسې يودبل سره اجتماعي اوسياسي اړيکې درلودې او دخپلوملي منافعو دساتلو په خاطر يې وخت په وخت دهيوادونو سره خپلې اړيکې دوامداره ساتلي او دهيوادونو نمايندګانو ته په خپله خاوره کې په احترام قايل شوي .   دايو څرګند حقيقت دې چې انسانان نشي کولې په يواځيتوب سره ژوند وکړي او خپل ټول ضرورتونه مرفوع کړي نو په دې اساس مجبور دي ترڅو دټولنې دنورو افرادو سره ګډ ژوند وکړي او خپلې اړيکې وساتي ، همدارنګه په بين المللي ټولنه کې دولتونه هم نشي کولې چې په يواځيتوب سره خپل ضرورتونه مرفوع کړي نو په دې اساس دوى هم مجبوردي ترڅو په بين المللي ټولنه کې ژوندوکړي او خپلې اړيکې له نورو دولتونو سره دوامداره وساتي .  بايد ذکرکړو چې دديپلوماتيکي اړيکو دساتلو لپاره ديته ضرورت ليدل کيږي چې ديپلوماتيکي نمايندګۍ بايدپه دولتونواو يا بين المللي سازمانونوکې چې نوموړې نمايندګۍ دځينو خاصو وظايفودترسره کولو لپاره او دځينوخاصوعواملولکه اجتماعي، سياسي، اقتصادي، نظامي، فرهنګي او داسې نورو له مخې تاسيس کيږي، څرنګه چې پخوايواځې دمحدودو لويو دولتونو ترمنځ دنمانيدګۍ داموراتو دترسره کيدو لپاره يودبل په وړاندې به يې سفيران تبادله کول او دنوروکوچنيو دولتونو په وړاندې چې دهغوۍ په نظر به کم اهميته وه په ټيټه درجه کې نمايندګان تبادله کول اوهمدارنګه نوموړو نمايندګيومؤقتي بڼه درلوده چې دوخت په تيريدو نوموړو مؤقتي نمايندګيو دولتونو ته يوسلسله مشکلات ايجادکړل چې په نتيجه کې نوموړې مؤقتي نمايندګۍ په دايمي نمايندګيو بدلې شوې. هرکله چې يوه ديپلوماتيکي نمايندګي دمتبوع دولت له خوا په کوربه دولت کې تاسيس کيږي نود يو سلسله مصؤنيتونو او امتيازاتو څخه برخمنه کيږي ترڅو نوموړې نمايندګۍ  په کوربه دولت کې ترتعرض لاندې واقع نشي اودنمايندګۍ دځايونو، اموالو، اسنادو اودنورو مهموشيانوبايد په ښه توګه ساتنه او حمايت وکړى شي، او همدارنګه نوموړې نماندګي درسمي فعاليتونودترسره کولو په وخت کې هم بايد ديو سلسله امتيازاتو څخه برخورداره وي ترڅووکولاى شي اړوندوظايف په ښه توګه ترسره کړي . دديپلوماتيکي نمايندګۍ دسياسي ديپلوماتيکي وظايفو داجراء لپاره دمتبوع دولت له خوا کوربه دولت ته سياسي ديپلوماتيکي غړي لکه سفيران، مختاروزيران، شارذدافير او دغيرسياسي ديپلوماتيکي وظايفو داجراء لپاره چې په مستقيم ډول سياسي جنبه نه لري بلکه په غيرمستقيم ډول سياسي جنبه لري غيرسياسي ديپلوماتيک غړي ليږدول کيږي ترڅو وکولاى شي اړوندوظايف ترسره کړي او هرکله چې سفيراو مختاروزير دکوربه دولت له خوا قبول او خپله اړونده اعتبارنامه دکوربه هيواد رئيس ددولت ته تسليم کړي نو له ټاکلې نيټې وروسته په ماموريت شروع کوي او شارزدافير خپله اړونده معرفي نامه دکوربه دولت خارجه وزير ته تسليموي.  څرنګه چې حضرت محمد مصطفىٰٰٰٰٰٰٰٰ (ص) څوارلس سوه کاله وړاندې دنيکمرغۍ اوکاميابۍ پيغام نړيوالو ته راوړى چې داسلام مبارک دين دغه ډول نمايندګانو ته حقوق ورکړي اوحضرت محمد مصطفىٰ(ص) په خپله دغه ډول نمايندګانو ته په احترام قايل شوې او له ټولو حقوقوڅخه يې برخمن ګڼلي اوهميشه يې له هغو سره نيک او ښه چلندکړې .  اوس څرنګه چې سياسي نمايندګان بالعموم په کوربه هيواد کې سياسي وظايف اجراء کوي چې سياسي وظايف او مناسبات په ډيرو اوقاتو کې حساس اوباريک وي نو ددې لپاره چې نوموړي وظايف په ښه توګه ترسره شي نو لازمه ده چې ديپلوماتان په کوربه هيوادکې او هم دلارې په اوږدوکې (ثالث هيوادونو کې) دخپلې دستګيرۍ اومحاکمې څخه هيڅ نوع تشويش ونه لري ترڅو خپل حساس وظايف په ښه توګه اجراء کړي، ولې که دديپلومات دتعقيب اويادمحاکمې او مجازاتو احتمالات په کوربه هيواد ياد لارې په هيوادونو کې موجود وي نو امکان لري چې ديپلومات خپل وظايف له دې ويرې چې مبادا محاکمه يا مجازات نشي نو بيا به خپل وظايف نه اجرا‌ء کوي او يابه يې په تاخيرکې اچوي اوياددې احتمال هم شته چې که دمتبوع هيواد اوکوربه هيواد مناسبات خراب شي نو امکان لري چې کوربه هيواد دمتبوع هيواد څخه دغچ اخيستنې په خاطردمتبوع هيواد ديپلومات بې موجبه مجازات کړي نوبنا دنوموړي تشويش دلرې کيدوپه خاطر دسياسي نمايندګانو يعنې ديپلوماتانو لپاره مصؤنيت قبول شوى دى اوهمدارنګه بايد ذکرکړو چې ديپلوماتيک مصؤنيت په حقيقت کې شخصادديپلومات داحترام په خاطر نه بلکه دکوربه هيواد داحترام ښودل دي دميلمه هيواد لپاره نوهرهغه څوک چې ميلمه هيواد تمثيلوي هغه ته مصؤنيت ورکړل شوې،  نود پورته موضوعاتو داهميت په نظر کې نيولو سره ماهم خپله دمونوګراف موضوع چې دتحصيلي دورې دبشپړتيا په پاى کې يې ليکم (ديپلوماتيکي مصؤنيتونه) وټاکل چې دښه روښانه کولو په خاطر نوموړې موضوع په څلورو فصلونو ويشل شوې، چې لومړې فصل يې دبين المللي روابطو ديپلوماتيکي نمايندګۍ په نوم نومول شوى چې دنوموړي فصل په  بطن کې دسفارتخانې دايجاد تاريخچه ، ددېيلوماتيکي نمايندګۍ تاسيس اوددېپلوماتيکي نمايندګۍ په ډولونو باندې بحث شوې، دويم فصل دديپلوماتيکي يا سياسي نمايندګۍ غړي عنوان لرونکى دى چې په دې فصل کې دديپلوماتيکي نمايندګۍ رئيسان او دديپلوماتکي نمايندګۍ داجزاؤپه موضوعاتو باندې بحث شوې، دريم فصل ديپلوماتيکي مصؤنيتونه او امتيازات په نوم نومول شوې چې په دې فصل کې په ديپلوماتيکي مصؤنيت منطق، دديپلوماتيکي غړو مصؤنيتونه او امتيازات، دديپلوماتيکي مصؤنيت څخه دديپلوماتانو سؤاستفاده او دديپلوماتيکي مصؤنيتونو اوامتيازاتو څخه انصراف موضوعاتو باندې بحث شوې او څلورم فصل چې دديپلوماتيکي نمايندګۍ مصؤنيتونه او امتيازات عنوان لرونکې دې تردې عنوان لاندې په رسمي فعاليتونو کې دنمايندګۍ امتيازات، دديپلوماتيکي نمايندګۍ دغړو دامتيازاتو مختلفې درجې، دديپلوماتيکي امتيازاتو دشروع او پاى تاريخ، ديپلوماتيکي امتيازات په ثالثو هيوادونو کې او دديپلوماتيک او قنسولي دوه ارګانونوپه شباهتونو اوفرقونو باندې بحث شوې چې ددې ترڅنګ دمونوګراف په پاى کې يوه تبصره او پايله هم وجود لري چې په پايله کې دمونو ګراف خلاصه ذکر شوې.

.

 لړ ليک

سريزه.......................................................................................................١

لومړى فصل _ دبين المللي روابطو دديپلوماتيکي نمايندګۍ....................... .٤

لومړى مبحث _ دسفارتخانې دايجاد تاريخچه................................................٥

دويم مبحث _ دديپلوماتيکي نمايندګۍ تاسيس.............................................٧

درېم مبحث - دديپلوماتيکې نمايندګۍ ډولونه...............................................٩

لومړى پراګراف - دايمي ديپلوماتيکي نمايندګي.............................................٩

دوهم پراګراف _ مؤقت ماموريت....................................................................٩         

درېم پراګراف _ دوګونى يا څوګونى ماموريت................................................١٠

څلورم پراګراف _ مشترکه ديپلوماتيکي نمايندګي......... ...............................١١

پينځم پراګراف _ دثالث هېواد دمنافعو ساتونکې نمايندګي............................١٢

دويم فصل _ دسياسي ديپلوماتيکي نمايندګۍ غړي...................................١٤

لومړى مبحث _ دديپلوماتيکي نمايندګۍ رئيسان. ......................................١٤

لومړى پراګراف _ سفيران...........................................................................١٤

دوهم پراګراف _ مختار وزيران....................................................................١٥

درېم پراګراف _ شارز دافير  (charge daffier)............................................١٧

دويم مبحث _ دديپلوماتيکي نمايندګۍ اجزاء .............................................١٩

لومړى پراګراف _ ديپلوماتيکي غړي...........................................................٢٠

دويم پراګراف _ اداري او تخنيکي غړي.........................................................٢١

درېم پراګراف _ خدماتي غړي.....................................................................٢٢

درېم مبحث _ غيرسياسي ديپلوماتيک غړي................................................٢٢

څلورم مبحث _ ديپلوماتيک هيئت(Corp. Diplomatic)............... .............٢٣

دريم فصل _ ديپلوماتيکي مصؤنيتونه او امتيازات....................................٢٤

لومړى مبحث _ دديپلوماتيکي مصؤنيتونواوامتيازاتو منطق.........................٢٥

لومړى پراګراف _ ماوراى سرحدي نظريه...................................................... ٢٦

دويم پراګراف _ دنمانيدګۍ نظريه...............................................................٢٧

درېم پراګراف _ دوظيفې د اجراء دمصلحت ياايجاباتو نظريه........................ ...٢٨

دويم مبحث _ دديپلوماتيکي غړومصؤنيتونه اوامتيازات .............................٢٩

لومړى پراګراف _ دديپلوماتيکي نمايندګۍ دغړومصؤنيت............................ ٣٠

لومړى جز _ دشخصي مصؤنيت تاريخي سير..................................................٣١

دويم جز _ دديپلوماتيکوروابطو په کنوانسيون کې شخصي مصؤنيت.................٣٣

دويم پراګراف _ دديپلوماتيکو غړو امتيازات ...............................................٤٦

لومړى جز _ مالياتي معافيتونه....................................................................٤٧

دويم جز _ ګمرکي معافيتونه........................................................................٤٨

درېم مبحث _ دديپلوماتيکو مصؤنيتونواوامتيازاتو څخه دديپلوماتانو

سؤ استفاده...............................................................................................٥٠

څلورم مبحث _ دديپلوماتيک مصؤنيت اوامتيازاتو څخه انصراف..................٥١

پنځم مبحث _ ديپلوماتيک مصؤنيت اوامتيازات په ثالثوهيوادونوکې............٥٢

څلورم فصل _ دديپلوماتيکي نمايندګۍ مصؤنيتونه اوامتيازات.................٥٤

لومړى مبحث _ دديپلوماتيکي نمايندګۍ مصؤنيتونه..................................٥٤

لومړى پراګراف _ دديپلوماتيکي نمايندګۍ داموالو مصؤنيت.........................٥٤

دويم پراګراف _ دديپلوماتيکي نمايندګۍ داسنادودثبت مصؤنيت...................٥٥

درېم پراګراف _ دديپلوماتيکي نمايندګۍ دنقليه وسايلو مصؤنيت ..................٥٥

دويم مبحث _ دديپلوماتيکي نمايندګۍ معافيتونه...................................... ٥٦

لومړى پراګراف _ دديپلوماتيکي نمايندګۍ دځايونومالياتي معافيت.... ..........٥٦

دويم پراګراف _ دګمرکي تفتيش څخه دديپلوماتيکي نمايندګۍ داشياؤ

معافيت....................................................................................................٥٧

درېم پراګراف _ په رسمي فعاليتونو کې دنمايندګۍ امتيازات.........................٥٧

درېم مبحث _ دنمايندګۍ دغړو دامتيازاتو مختلفې درجې............................ ٦٠

لومړى پراګراف _ دکورنۍ مفهوم اودهغې امتيازات ..................................... ٦١

دويم پراګراف _ اداري اوتخنيکي غړي اودهغوى امتيازات............................. ٦١

درېم پراګراف _ دنمايندګۍ خدمه اودهغوى امتيازات....................................٦١

څلورم پراګراف _ شخصي خدمتګاران اودهغوى امتيازات..............................٦٢

څلورم مبحث _ دديپلوماتيکي امتيازاتو دشروع اوپاى تاريخ......................... ٦٢

لومړى پراګراف _ دديپلوماتيکي امتيازاتو دشروع تاريخ................................٦٢

دويم پراګراف _ دديپلوماتيکي امتيازاتو دپاى تاريخ........................... ..........٦٣

پنځم مبحث _ دديپلوماتيک اوقونسلي ارګانونو اړيکي................................٦٥

لومړى پراګراف _ دديپلوماتيک اوقونسلي دوه ارګانونوشباهتونه....................٦٥

دويم پراګراف _ دديپلوماتيک اوقونسلي دوه ارګانونوفرقونه..........................٦٦

شپږوم مبحث _ دديپلوماتيکي ماموريت ختم اودهغې حقوقي اثاراونتايج........٦٧

لومړى پراګراف _ دديپلوماتيکي ماموريت ختم.............................................٦٨

دويم پراګراف _ دسياسي ياديپلوماتيکي ماموريت دختم اثار اونتايج...............٦٩

تبصره _ اياقونسلان هم ديپلوماتيکي مصؤنيت لري اوکه نه ؟..........................٧٠

پايله .......................................................................................................٧٣

اخځليکونه .............

ماخذونه

١ _ ابراهيمي،محمد، اسلام وحقوق بين الملل عمومى، جلددوم، دفترهمکارى حوزه ،تهران ،چاپ اول ١٣٧٧ هـ ش

٢ _ بيګدلي،محمدرضاضيائي، حقوق بين الملل عمومى، کتابخانه ګنج دانش، چاپ بيست ويکم،١٣٨٤ هـ ش

٣ _ دبيرى،محمدرضا، ديپلماسي کاربردى ورويه هاى ديپلوماتيک، مؤسسه چاپ وانتشارات وزارت امورخارجه، چاپ اول ١٣٧٤ هـ ش

٤ _ دانش،حفيظ الله،بين المللى حقوق جزا،ننګرهار پوهنتون ،١٣٨٦ هـ ش

٥ _ دانش،حفيظ الله،عمومى بين المللى حقوق، ننګرهار پوهنتون،١٣٨٧ هـ ش

٦ _ ذوالعين،پرويز،حقوق ديپلماتيک، مرکزچاپ وانتشارات وزارت امورخارجه، چاپ سوم، زمستان ١٣٨٦ هـ ش

٧ _ صدر،جواد،حقوق ديپلماتيک وکنسولى، مؤسسه انتشارات وچاپ تهران، چاپ هشتم، ١٣٨٦ هـ ش

٨ _ فلت هام،ار. جى،ترجمه،قنبرى محمد،راهنماى ديپلماتيک، مؤسسه چاپ وانتشارات وزارت امور خارجه، چاپ دوم، ١٣٧٤ هـ ش

 

 

جهت تماس به شماره های ذیر در تماس شوید

+93 0786590059
+93 0786590059
+93 0786590059
+93 0786590059